د جاپان په جنوب لوېدیځ کې تر سختو اورښتونو وروسته د راوتلو سېلابونو له امله شپږ تنه مړه شوي. دغه راز کورونو او نورو زېربناو ته سخت زیانونه اوښتي دي. د جاپان رسنیو راپور ورکړی، چې د ناګاساکي په ۱۰۰ کیلومترۍ په ساګا او اویتا سیمو کې په درېیو تري تم شویو کسانو پسې د پلټنې عملیات روان دي. سیندونه تر څنډو ډک شوي او په ګڼو ساحو کې د ځمکې ښویېدنې راپورونه ورکړل شوي دي. په سلګونو زره ځايي اوسېدونکې مجبوره شي، چې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.
































