د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال پرون د ایران لپاره د افغانستان له سفیر فضل محمد او د کلیو د بیا رغونې او پراختيا وزارت له مرستیال عبدالرحمن حلیم سره په کتنه کې ویلي چې په ایران کې دې مېشت افغانانو ته د لا ډېرو اسانتیاوو په اړه جدي ګامونه واخیستل شي. فضل محمد په دغه کتنه ویلي چې هلته د سفارت ټولې چارې له خنډ او ځنډ پرته دوام لري. نوموړي زياته کړې، چې په ایران کې مېشت افغانان له سرپرست حکومت او په ځانګړې توګه د افغانستان له سفارت څخه خوښ دي او د هغوی ستونزو ته د سفارت له لوري پر وخت رسېدنه کېږي. د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي چې سرپرست حکومت د ایران په ګډون له ټولو ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو سره د ښو او دوستانه اړیکو غوښتونکی دی. نوموړي زیاته کړې، چې په ایران کې دې مېشت افغانانو ته د لا ډېرو اسانتیاوو په اړه جدي ګامونه واخیستل شي.
































