وسله والو طالبانو ویلي چې څو پورې یې ټول پنځه زره طالب زندانیان نه وي ور خوشې شوي بین الافغاني مذاکرات نه پیلوي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د دوی له لوري د بندیانو د خوشې کېدو برخه کې هیڅ خنډ نشته خو په وینا یې د افغان حکومت له لوري په دې برخه کې خنډونه رامنځته شوي او دا بهیر یې له ځنډ سره مخ کړی دی. مجاهد زیاته کړې، لا هم وخت شته چې دا بهیر بشپړ شي. نوموړي ویلي، که څه هم دا بهیر درېدلی نه دی خو په وینا یې دا پروسه باید چټکه شي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې افغان حکومت طالبان د خنډونو پر ایجادولو تورن کړي او له یادې ډلې یې غوښتنه کړې ده چې په دې برخه کې ورترغاړې مسوولیت په سمه توګه ادا کړي.
































