د کندهار ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې سږ کال په دې ولایت کې د میوو حاصلات لس سلنه زیات شوي.د کرنې ریاست د چارواکو په خبره، چې ددې ولایت کرنیزه ځمکه ۲۰۰ زره حکتاره ده او اټکل شوی، چې ۱۲۰۰ زره ټنه حاصلات ورڅخه ترلاسه شي. د کرنې ریاست چارواکي دغه راز زیاتوي، چې سږ کال په دې ولایت کې د د میوو حاصلات ۷۵۱ زره او ۶۹۸ ټنه اټکل شوي، چې د تیر کال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښيي.
































