د چين او روسيې د پارلمانونو د همکارۍ کمېټې د اتمې غونډې د دوهم پړاو ناسته د جولای د ۱۱ مې نېټې په سهار د چين په پلازمېنې بېجينګ کې د خلکو لوی تالار کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې دواړو خواوو د چين او روسیې د مشرانو د ګډو هوکړو د عملي کولو، د تقنيني چارو د تجربو او د دواړو هېوادونو ترمنځ کلتوري راکړې ورکړې او د سيمه ییزو همکاريو په ګډون د ځينو موضوعاتو په اړه د نظريو تبادلې وکړې او هوکړې ته رسيدلي، چې د دواړو هېوادونو د تقنيني ارګانونو ترمنځ د خبرو له ميکانيزم په کار اخيستنې به خپلمنځي اړيکې او همکارۍ تامين کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو د ثابت او سالم پرمختګ لپاره به خدمتونه وکړي.































