په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال دای بينګ د جولای په دوولسمې نېټې ويلي، چې په نړۍ کې د غلودانو د خونديتوب ترڅنګ د ښارګوټيو او کليوالو سيمو پرمختګ ته هم باید لاره هواره شي.
نوموړي د ښارګوټيو او کليوالو سيمو پرمختګ د بېلا بېلو هېوادونو پر وړاندې مهمه موضوع ياده کړې ده.
دای بينګ په خپلو خبرو کې پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې په خپلې اجنډا کې د غلودانو خونديتوب ته لومړيتوب ورکړي او د ملګرو ملتونو د غلودانو او کرنې له ارګان څخه په استفادې سره دې په دغې برخه کې د مسئلو د حل وفصل لپاره لايحه جوړه کړي.
نوموړي په همدې ورځ د ۲۰۲۳ کال لپاره د نړۍ د غلودانو د خونديتوب او د تغذيې حالت د راپور خپرولو په يوې ځانګړې غونډې کې ګډون او وينا کړې ده.
دای بينګ ويلي، چې نړيواله ټولنه دې د غلودانو د توليد په برخه کې له پرمختيایي هېوادونو څخه ملاتړ وکړي، د کرنيزو ځمکو سره کرښه دې وساتي او له اقلیمي بدلون او طبيعي ناورينونو سره د مقابلې توان دې پياوړی کړي.
د نوموړي په وينا، نړيواله ټولنه باید په کليوالو سیمو کې د اوبو لګولو، سړکونو، برېښنا او انټرنېټ په شمول د کلیدي بنسټیزو تأسيساتو جوړونه زياته کړي او دغه سيمې دې سمسورې کړي.































