
پر ارکټيک سمندر د چين د علمي مطالعې ۱۳مه ډله د جولای په ۱۲مې نېټې د شيو لونګ ۲ په نوم علمي بېړۍ کې د شانګهای د مسافرينو له نړيوال مرکز څخه د شمال په لور وخوځېده او د ارکټيک سمندر د علمي مطالعې دنده يې پيل کړه.
پر ارکټيک سمندر د چين د علمي مطالعې ۱۳مه ډله د دغه هېواد د طبيعي سرچېنو وزارت په خاصو ترتيباتو ياده دنده ترسره کوي.
د اټکل له مخې، دغه ډله به په سمندر کې 15.5زره سمندري ميلونه مزل وکړي او د روان کال د سپتمبر په وروستۍ لسيزې کې به بېرته شانګهای ته ستانه شي.
































