د چين او روسيې اووم نندارتون د جولای په يوولسمه نېټه د روسيې سويردلويسک ايالت په ايکاترينبورګ کې پرانيستل شو.
د دغه نندارتون منځپانګه د دواړو هېوادونو په همکاريو ورټوله ده.
په دغه نندارتون کې د چيني تصديو شمېر او د غرفو پراخوالی يې د تېرو دورو په پرتله ډېر ښودل شوی دی.
په روسيې کې د چين سفير جانګ هان هوي د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ويلي، چې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر لارښوونې لاندې د چين او روسیې دوه اړخيزې اړيکې تر ټولو ښه پړاو ته داخلې شوي او دغه نندارتون يې د دوه اړخيزو سوداګريزو همکاريو مهم ډګر بلل دی.
جانګ هان هوي باور ښودلی، چې د چین او روسيې اووم نندارتون به د دواړو هېوادونو د سیمو او تصديو ترمنځ د تبادلې او همکاريو د پياوړتيا لپاره مثبت رول ولوبوي.
































