د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي د څښاک اوبو کموالي ته اندېښمن دي. د دوی په وینا، د اوبو رسونې دولتي سېستم ته لاسرسی نهلري او د خصوصي شرکتونو د اوبو بیه هم څو برابره لوړه شوې ده. د پلازمېنې یو شمېر نور اوسېدونکي بیا وايي، د اوبو رسولو خصوصي شرکتونو ته یې پیسې ورکړي، خو لا یې اوبه نهشته او دغه شرکتونه، ترې نورې پیسې هم غواړي. خو د اوبو رسونې دولتي شرکت وايي، د کابل په ګډون په ۲۳ ولایتونو کې پر شاوخوا ۲۵۰ زره مشترکینو دولتي اوبه وېشي. د اوبو رسونې د خصوصي شرکتونو د کره شمېر په تړاو د اوبو او انرژۍ وزارت او د اوبو رسونې د دولتي شرکت مسوولان څه نه وايي.
































