د سرپرست حکومت ویاند وايي، یو نیم لک ځوانان د افغانستان په کانونو کې په کار بوخت دي. هغه دا خبره پرون په هرات کې له ځوانانو سره په یوه غونډه کې هغه مهال وکړه، چې د ځوانو سوداګرو د مارکیټ ريیس د بې روزګارۍ په شمول د ځوانانو ستونزې په ګوته کړې. د سرپرست حکومت ویاند وویل، حکومت هڅه کوي د نورو کانونو په استخراج سره ځوانانو ته د کار نور فرصتونه برابر کړي. ده وویل، چې اوسمهال د افغانستان د کانونو په برخه کې ۱۵۰ زره ځوانان په کار بوخت دي.
































