د عامې روغتيا وزارت په لوګر ولایت کې د ۴ روغتیايي مرکزونو او ګټې اخيستنې ته د سپارل کېدو خبر ورکړی دی .ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ياد مرکزونه په مرکز پل علم، محمداغې، برکي برک او ازرې ولسوالیو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې، ياد روغتیايي مرکزونه د AFGA موسسې په مالي ملاتړ او د لوګر د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
































