د روغتیا نړیوال سازمان وايي، تېره اونۍ په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ له کبله ۹ کسان مړه او ۵۴ نور پرې اخته شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان، په افغانستان کې د ساري ناروغیو د خپرېدو وضعیت په اړه د راپور په خپرولو سره ویلي، چې روانه اونۍ ګانګو ناروغۍ په دغه هېواد کې ۹ کسان مړه او ۵۴ پرې اخته شوي دي. په راپور کې چې د روان میلادي کال د جولای میاشتې په ۱۳مه د روغتیا نړیوال سازمان خپور کړی، راغلي چې د نويو ثبت شويو پېښو په ګډون د روان میلادي کال له پیل راهیسې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې ټولټال د کانګو یا وینې بهېدونکې تبې ۴۹۴ پېښې ثبتې شوې دي. د روغتیا نړیوال سازمان په دې راپور کې زیاته شوې چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د کانګو ناروغۍ د مړینې شمېرې ۴۷ ته رسېږي، چې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې ثبت شوي دي.
































