طالبان دې د تاوتریخوالي کمولو لپاره عملي ګامونه اوچت کړي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام د جدي اندېښنې وړ بولي او په خبره یې دغه ډلې ته په کار ده چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره اړین ګامونه اوچت کړي. ددغه کمیسیون مطبوعاتي مسوول ذبیح الله فرهنګ وايي له ۲۰۰۹ کال بیا د ۲۰۱۹ کال تر پایه د جګړو له امله ۸۶۸۲۳ ملکي وګړي د جګړو له امله وژل شوي دي او د روانې جګړې تر ټولو ډېر زیان افغان ملکیان ته اوړي. دده په خبره له همدې امله په ځانګړې توګه له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي. فرهنګ وايي وروستی تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی چې باید ودرول شي. تر دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو او کورنیو بنسټونو له طالبانو د جګړو د کمولو غوښتنه کړې ده.
































