د میدان وردګو د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ په مرکز میدان ښار سربېره، نرخ، جلریز، سید آباد، چک او جغتو ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو رسولو په برخه کې د ١٨ بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې. په یادو پروژو کې د ١٠ نیمګړیو پروژو بیا رغولو او د پاتې ۸ پروژو په اساسي بڼه رغول شامل دي، چې د یادو دوو ادارو د انجنيري خدمتونو برخو تر بشپړ تخنیکي نظارت لاندې په شا او خوا څلور میاشتو کې رغول کېږي. د یادو پروژو په بشپړېدو سره ۳ زره ۱۱۱ کورنیو، د دوو ښوونځيو ١٠٣٠ زده کوونکو، د يوه روغتيايي مرکز او ٣٠ جوماتونو ته به پاکې اوبه برابرې شي. د یادو پروژو د پلې کولو پر مهال د سیمې لسګونه تنو فني او غیر فني ګاریګرو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
































