د کندوز د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین د یاد ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د څښاک اوبو د دوو شبکو د جوړولو خبر ورکوي. دغه شبکې د دشت ارچي ولسوالۍ په میرزا خال قرلق بالا او پایین کلیو کې د ډنمارک نړیوالې پراختیایي کمېټې په مالي ملاتړ جوړې شوې، چې پرې ۱۵۲ زره امریکایي ډالره لګښت راغلی دی. په دغو شبکو کې د ۳۳ زره ۴۵۰ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول، د ۶۳ لمریزو تختو نصبول، د ۱۵۰ مترو په ژوروالي سره د دوه څاه ګانو کیندل، د ۱۲۰ متر مکعب په وړتیا د اوبو زېرمو جوړول او د ۴۶۱ نل لیکو نصبول شامل دي. د دغو شبکو په جوړېدو سره د یادو کلیو ۷۴۸ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
































