د هلمند د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو له نشتوالي شکایت لري. دوی وايي، له لسیزو راهیسې عامه دولتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او په وینا سرپرست حکومت باید دغې برخې ته جدي پام وکړي. د هلمند سیمییز مسوولین هم په برابره توګه د دغه ولایت ټولو سیمو ته د عامه خدمتونو له رسولو ډاډ ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د هلمند د یو شمېر نورو ولسوالیو اوسېدونکو هم په خپلو سیمو کې د رغنیزو پروژو د پلي کېدو او عامه خدمتونو ته د لاسرسي، د زمینې د برابرېدو غوښتنه کړې وه.
































