د احصايې او مالوماتو ملي ادارې د تېرې یوې میاشتې په موده کې د ۱۰۰.۶ میلیونه امريکايي ډالرو په ارزښت د توکو صادرېدو خبر ورکړی دی. د یادې ادارې له لوري د روان کال د غبرګولي میاشتې د صادراتو او وارداتو اړوند راټولو کړل شویو ارقامو کې همدارنګه ویل شوي، چې په همدې موده کې هېواد ته د ۸۱۰.۳ ميلیونه ډالرو په ارزښت توکي وارد شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال په غبرګولي مياشت کې د هېواد د صادارتو کچه ۱۲۴ اعشاریه پنځه میلیونه ډالره او د وارداتو ټولیزه کچه څه باندې ۷۰۷ میلیونه ډالره وه.
































