د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی. د ملګرو ملتونو دغې ادارې له خلکو غوښتي چې په احتیاطي تدابیرو سره خپل ځان او کورنۍ خوندي کړي. د روغتیا نړیوال سازمان د تېرې پنجشنبې په ورځ د سارس ناروغۍ د خپرېدو په اړه راپور خپور کړ او ویې ویل چې د روان کال له پیل راهیسې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د کانګو ناروغۍ ۴۹۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د دغه راپور پر بنسټ، په دې موده کې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې ۴۷ تنه د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي. کانګو یوه وژونکې ناروغي ده چې له څارویو څخه انسانانو ته انتقالېږي.
































