د پاکستان په کراچۍ ښار کې افغان کونسل وايي چې په تېره یوه نیمه میاشت کې په پاکستان کې ۱۳۶ افغان وګړي نیول شوي دي. عبدالجبار تخاري زیاتوي چې دمګړۍ ۳۰۲ هېوادوال د بېلابېلو لاملونو له امله د سند ایالت په بندخونو کې بندیان دي. د تخاري په وینا، د افغان بندیانو د خوشي کولو په لړ کې دا ځل هم په وروستۍ نږدې یوه نیمه میاشت کې ۱۲۲تنه افغانان د پاکستان د سند ایالت له زندانونو خوشي کړای شوي دي. بل خوا، په پاکستان کې ځينې افغان کډوال هم د دغه هېواد د پوځیانو له ناسم چنلده سرټکوي او له سرپرست حکومته غواړي چې پر ستونزو یې په جدي توګه غور وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، درې مېلیونه افغان کډوال په پاکستان، نږدې درې مېلیونه نور په ایران او یو مېلیون نور بیا د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې اوسېږي.
































