د چين د شمېرنې ملي ادارې د جولای په ۱۷مې نېټې يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې، د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د دغه هېواد په بازارونو کې د خرڅلاو ميزان لوړ ښودل شوی او د مصرفي توکو د خرڅلاو عمومي ارزښت يې ۲۲ زره، ۷۵۸ ميليارډه او ۸۰۰ ميليونو يوانو ته رسيدلی دی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸ اعشاريه ۲ سلنه زياتوالی او د لومړۍ مربعې په پرتله ۲ اعشاريه ۴ سلنه چټکوالی ښيي.
د چين د شمېرنې ملي ادارې وياند فو لینګ هوي په همدې ورځ يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې د سږکال په لومړۍ نيمايي کې د چين د مصرفي لګښت لوړوالي د اقتصادي زیاتوالي په عمومي اندازه کې ۷۷ اعشاريه ۲ سلنه خدمتونه کړي، چې د تېر کال په پرتله ډېر لوړ شوی او د اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره يې ښه رول لوبولی دی.
































