د پولنډ پلازمېنه وارسا کې د یوې کوچنۍ الوتکې د غورځېدو له امله ۵ کسان وژل شوي دي. چارواکو ویلي دا لوتکه پرون ماښام مهال یوه هوایي ډګر ته نږدې پر هغه څپر ورلوېدلې، چې یو شمېر کسانو پکې له خرابې هوا پناه اخیستې وه. په دې پېښه کې ۷ نور کسان ټپي شوي هم دي. د پولنډ د اور وژنې ادارې رسنیو ته ویلي، چې دا الوتکه هم په لوی احتمال د بدې هوا له کبله غورځېدلې.
































