په کندوز ولایت کې سږ کال د خټکیو حاصلات شل سلنه زیات شوي دي. د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې تېر کال د طبیعي پېښو له امله د خکټیو د کښت ساحه کمه شوې خو حاصلات یې زیات شوي دي. د دې ولایت کروندګر هم په دغه ولایت د خټکیو د حاصلاتو زیاتوالي ته خوښ دي، خو له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د دوی محصولاتو ته بازار موندنه وکړي. کروندګر وايي، سږ کال وچکالي او د اوبو کمښت د دې لامل شوی چې د خټکیو حاصلات له وخته مخکې پاخه شي.
































