د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان اوسپنې پټلۍ مسولینو په درې اړخیزه ناسته کې د افغان-ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د لارې نقشې اړوند خبرې کړې. په دې غونډه کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ رییس د افغان-ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د عملي چارو په ژر پیل ټینګار کړی. د یادې ادارې په وینا؛ دې درې اړخیزه ناسته کې د افغان-ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تفصیلي او تخنیکي امکان سنجۍ مطالعې سرته رسولو او همدارنګه یاده پروژه کې پانګونې لپاره د نړۍ په کچه د پانګوالو جذبولو په موخه پر کلني پلان هوکړه شوې ده.
































