د کرونا پر ضد د واکسین تر جوړېدو پورې به د نړۍ اقتصادي وضعیت ښه نه شي. نړیوالې رسنۍ وایي متخصیصین په دې باور دي چې د کرونا وېره به تر ډېره په نړۍ کې موجوده وي نو له همدې امله به اقتصاد پراختیا و نه مومي او د نړۍ اقتصادي وضعیت به ښه نه شي. دوی وړاندوینه کړې چې تر اوږدې مودې پورې به د خلکو سوداګري په ټپه ولاړه وي. بلخوا یوه نظر پوښتنه ښيي چې په نړۍ کې ډېری خلک ددغه واکسین له تطبیق سره مخالف دي. په امریکا له څلورو درې برخې خلک وایي چې واکسین نه کوي. د روغتیا نړیوال سازمان بیا وايي چې د واکسین تطبیق نه یوازې طبي ستونزه ده بلکې اوس په ټولنیزه او فرهنګي ستونزه هم بدله شوې ده.
































