د بغلان د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د کابل – بغلان پر لویه لاره د خنجانو په ولسوالۍ کې د ترافیکي پیښې له کبله شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند شېراحمد برهاني وايي، چې د کابل – بغلان په غزېدلې لویه لاره د خنجان ولسوالۍ په چهارمغزک سیمه کې د یوه مازدا موټر د اوښتو له امله دوه تنه مړه او څلور تنه نور ټپیان شوي دي. د سرچنې په خبره، چې دغه ترافيکي پيښه د موټر د تخنيکي ستونزو له امله رامنځته شوې او د پيښې ټپيان او مړه شوي کسان د سيمې د خلکو له خوا ولايتي روغتون ته ليږدول شوي دي.
































