د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لارې د ۱۰.۳۲۰ کیلومتره کلیوالي سړکونو د جغل اچولو او بیا رغولو او د دغه راز د ۱۷.۹۷۰ کیلومتره کانال د پاکولو چارې بشپړې شوې. د دغه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي ، چې دغه پروژه د نړیوال بانک په مالي مرسته د چورې ولسوالۍ په ۱۱ پراختیايي شوراګانو کې د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لارې پلې شوې، چې په کې پر ۱۰.۳۲۰ کیلومتره کلیوالي سړکونو جغل اچولو، بیا رغولو او دغه راز د ۱۷.۹۷۰ کیلومتره کانال د پاکولو چارې شاملې دي. د مسوولینو په وینا، په یاده پروژه ۳ میلیونه، ۲۴۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ لګښت راغلی دی. په دغه پروژه کې ۵۱۵ ماهرو او غیرماهرو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
































