سعودي عربستان ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر په لړ کې دغه هېواد ویلي چې له ترکیې «بېپېلوټه» الوتکې پېري. د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس نن خبر ورکړی چې له ترکیې څخه د ډرون «بېپېلوټه الوتکو» د پېرلو هوکړه لیک د دغه هېواد د دفاع وزارت او د ترکیې دفاعي شرکت «بایکار» لهخوا لاسلیک شوی دی. د سعودي دولتي خبري اژانس د خبر له مخې، د یاد هوکړهلیک د لاسلیک پر مهال د ترکیې ولسمشر رجیب طیب اردوغان او د سعودي ولیعهد محمدبن سلمان هم حضور درلود. دغه اژانس د یاد هوکړهلیک په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
































