د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې مرستیال، د بزګرو لپاره د بدیل معیشت، د روږدو کسانو په درملنه کې او د درملنه شویو روږدو کسانو لپاره د کار زمینې په برابرولو کې، د ملګرو ملتونو سازمان له نشهيي توکو او جرم سره د مبارزې ادارې د همکارۍ غوښتنه کړې ده. کورنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې لیکلي چې ښاغلي همکار د ملګرو ملتونو سازمان له نشهيي توکو او جرم سره د مبارزې ادارې له رییسې انوباسوډ سره په کابل کې لیدلي دي. مېرمن انو باسوډ په دغې لیدنه کې د بزګرو د بدیل معیشت او د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
































