دفاع وزارت د جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ کې د ۳۲۷ بېلابېل ډوله پوځي وسایطو د بیا رغولو خبر ورکړی دی. دغه وزارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د جګړه ییزو تامیناتو ښوونځي په ورکشاپونو کې ۳۲۷ بېلابېل ډول پوځي وسایط د تخنیکي او مسلکي انجنیرانو په هڅو ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. یاد وزارت زیاته کړې، چې په دغو وسایطو کې ۲۰۴ رنجر ۲۱ هاموې ټانګونه، ۲۲ انټرنیشنل ۲۱ فورد ایفریست ۱۱ فورکلفتونه او ګڼ شمېر نور پوځي وسایط او تجهیزات شامل دي. د سرچینې په وینا، له یادو وسایطو به د اړتیا په صورت کې استفاده وشي.
































