د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د کمبوډيا پاچا نورودوم سيهاموني د جولای په ۱۹مې نېټې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۶۵مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې د چين او کمبوډيا ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او هيله يې ښودلې، چې له پاچا سيهاموني سره د دواړو هېوادونو د دوستۍ د لا ټينګښت او خلکو ته د رښتينو ګټو د رسولو لپاره ګډې هڅې وکړي.
سيهاموني په خپل پيغام کې ويلي، چې کمبوډيا به په بېلا بېلو برخو کې له چين سره همکارۍ ژورې کړي، دواړو هېوادونو او خلکو ته به یې ګټې ورسوي او د سيمه ييزې او نړيوالې سولې، ثبات او سمسورتيا په پار به ورسره ګډې هڅې وکړي.
د چين صدراعظم لي چيانګ او د کمبوډيا لومړي وزير هون سن هم په همدې ورځ يو بل ته د چين او کمبوډيا د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۶۵مې کليزې په پار د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.































