په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي ګنګ شوانګ د جولای په ۱۷مې نېټې د اوکراين مسئلې په اړه د امنيت شورا په غونډې کې ويلي، چې د اوکراين بحران له رامنځته کېدو راهيسې د دوامدار پراخوالي او پېچليتوب په حال کې دی.
نوموړي له نړيوالې ټولنې څخه غوښتي، چې له کنټرول څخه د اوکراين د حالاتو د وتلو د مخنيوي او د اوربند لپاره دې ګډې هڅې وکړي او د دغې مسئلې سياسي حل بهير ته دې پرمختګ ورکړي.
ګنګ شوانګ په دې اړه نړيوالې ټولنې ته څلور فقره ييز وړانديز کړی دی.
۱ـ نړيواله ټولنه دې د سولې او خبرو اترو د هڅولو قوت پياوړی کړي.
۲ـ نړيواله ټولنه دې د اوکراين کړکېچ د منفي اغېزو پراخوالی کنټرول کړي.
۳ـ نړيواله ټولنه دې تر خپلې وسې پورې په اوکراين کې د بشردوستۍ بحران حل کړي.
۴ـ نړيواله ټولنه دې اټومي امنيت او خونديتوب تامين کړي.
































