د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې روسي ځواکونو اوکراین کې هغه ځایونه په نښه کړي چې د غلو دانو د صادرولو لپاره کارول کیږي. نوموړي په یو خپاره شوي بیان کې زیاته کړې، چې روسي ځواکونو په قصدي ډول د غلې دانې زیربناوې په نښه کړي، چې دا نه یوازې پر اوکراین، بلکې د نړۍ په هغو کسانو ګوزار دی چې یو عادي او خوندي ژوند غواړي. اوکرایني چارواکي وايي، د اوډیسا او چورنومورسک په بندرونو کې د غلو په ترمینلونو او زیربنا باندې د توغندیو برید شوی او لږ تر لږه ۱۰ ملکي خلک پکې زخمي شوي دي. روسیې د دوشنبې په ورځ د هغه تړون پای اعلان کړ چې له مخې یې د تور سمندرګي له لارې د اوکراین غله جات نورې نړۍ ته صادرېدل. د غله جاتو د لېږد دا تړون تیر کال د ترکیې او ملګرو ملتونو په منځګړیتوب لاسلیک شوی و.
































