افغان حکومت وايي طالبان د تاوتریخوالي په دوام سره د سولې هیلې له منځه وړي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي تازه په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې طالبانو پر افغان ځواکونو او عامو وګړو بریدونه ډېر کړي دي او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده. د صدیقي په خبره وروستی تاوتریخوالی د افغانستان د سولې روانې هېڅ زیانمنوي او طالبان باید په دې مسئله پوه شي چې جګړه د فرصت ضایع کول دي. د صدیقي په خبره روان تاوتریخوالی نړیواله ټولنه او افغانان ناهیلي کولی شي. تر دې وړاندې هم افغان حکومت طالبان تورن کړي چې جګړو او تاوتریخوالي ته لمن وهي او د سولې لپاره خنډونه جوړوي. طالبان بیا د سولې په لار کې د خنډونو جوړولو پړه پر افغان حکومت اچوي.
































