د ایران د سړکونو او ښار جوړونې وزیر ځانګړي استازي سید حسین میرشفیع د ټولګټو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د ترانسپورټي او ټرانزیټي زېربناوو په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی. دغهراز دواړو لورو د ابونصر فراهي (۷۸ میل) سړک د پاتې چارو بشپړولو، د ورېښمو د دویم پل جوړولو، د دوغارون ۵۰۰ متره سړک-چې له وړاندې د ایران هېواد له لورې جوړ شوی د نیمایي لګښت ورکړه- د ورېښمو دویم پُل د جوړولو په داوطلبۍ کې د دواړو هېوادونو د ساختماني شرکتونو ګډون او د سالنګونو د نوي تونل له لارې د ایراني انجینرانو د لیدنې اړوند خبرې شوې دي. ایراني لوري ویلي، چې ایران د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورټي زیربناوو د بیارغونې په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ او له سرپرست حکومت سره همکاري ته چمتو دی.
































