د ریاست الوزرا اداري مرستيال په کابل کې د برېښنايي کمپلکس د يوې برخې د پرانيستې په مراسمو کې وويل، چې په افغانستان کې د پانګونې زمينه برابره ده او کورني او بهرني پانګوال کولاى شي په بېلابېلو برخو کې دلته پانګونه وکړي.نوموړي دغه راز له هغو هېوادونو وغوښتل، چې د ده په وینا په تېرو وختونو کې یې د افغانستان په جګړه کې پانګونه کړې، د افغانستان په بېلابېلو برخو لکه کانونو، روغتیا او پوهنې کې پانګونه وکړي او سرپرست حکومت به ورته اسانتیاوې برابرې کړي.اداري مرستيال دغه راز زياته کړه، چې په نشه يي توکو روږدي کسان تر درملنه لاندې دي او هغوی کار ته اړتيا لري او سوداګر بايد په هېواد کې د کار پيدا کولو لپاره مرسته وکړي.
































