د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر په افغانستان کې د ترکیې د سوداګرۍ خونې له استازو سره د کرنې په سکتور کې د پانګونې او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي. د کرنې وزارت له لوري په دې تړاو په خپره شوې خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د ترکيې د سوداګرو ټولنې استازو ویلي، لېوالتيا لري چې په افغانستان کې د کرنې په برخه کې پانګونه وکړي.خبرپانه کې دغه راز راغلي، چې د کرنې وزارت له لوري هم دوی ته په دې برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړل شوی دی.
































