اروپایي ټولنې ویلي، چې له افغانستان سره یې ۷،۶ میلیونه یورو مرسته کړې، چې د تولیداتو په ښه کولو او له اوبو پرته د ځمکو د بیا رغولو په برخه کې به ولګول شي. په خبرپاڼه کې دغه راز زیاته شوې، چې دغه مرسته له بزګرانو سره د نویو تخنیکونو په مرسته د دوی د عایداتو د لوړولو په موخه شوې ده.
































