د هرات ولایت ځايي چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې د ایران له لوري د سوداګرۍ فرصتونو تر نوم لاندې نندارتون د دواړو خواوو د یو شمېر چارواکو په حضور کې پرانيستل شو. د چارواکو په وینا، چې په دغه نندارتون کې د ایران د ٢٠ شرکتونو بېلابېل محصولات نندارې ته اېښودل شوي، چې څلور ورځې به دوام وکړي.د ویلو وړ ده، چې وروسته له درې کلونو ځنډ دا په هرات کې د ایران لومړی نندارتون دی چې جوړېږي.
































