د کندهار ولایت ځايي چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې د یونېسف په مالي ملاتړ د دوه زره کورنیو لپاره د پاکو اوبو یوه شبکه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه. چارواکي زیاتوي، چې یاده شبکه د ۱.۹ میلیون افغانیو په لګښت جوړه شوې ده او دوه زره کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي. د کندهار اوسېدونکې ددې شبکې د جوړېدو څخه د خوښۍ ترڅنګ زیاتوي، چې په دې ولایت سږ کال خلک وچکالۍ سخت ځپلي دي او حکومت او نورې نړیوالې موسسې باید په دې برخه کې له دوی سره لا ډيرې مرستې وکړي.
































