په کابل کې د ترکیې د سفارت د تعلیمي برخې مسوولینو د لوړو زده کړو وزارت له چارواکو سره په لېدنه کې ویلي، چې هیواد به یې هر کال په خپلو پوهنتونونو کې افغان محصلانو ته ۳۰۰ بورسونه ورکړي. ترکیه له څو لسیزو راهیسې په خپلو پوهنتونونو کې د زده کړو لپاره افغان محصلانو ته بورسونه ورکوي او د دې تر څنګ په افغانستان کې د یو شمېر افغان ترک لېسو او ښوونځیو ملاتړ کوي.































