د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره په کتنه کې له نوموړي څخه غوښتي چې پاکستان کې دې له افغان کډوالو سره ښه چلند وشي او هغه افغان کډوال، چې دا مهال د پاکستان زندانونو کې پراته دي، بايد ژر تر ژره خوشې شي. سياسي مرستيال په دغه کتنه کې ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت له پاکستان سره د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو لا ډېرښت او قوت غواړي او باوري دی، چې پاکستان او افغانستان په خپلمنځي سوداګرۍ کې تر نورو ډېره ګټه کولی شي. په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ژمنه کړې، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزې هواروي او د دوی په زندانونو کې د افغان بندیانو خوشې کولو، افغان سوداګرو ته د ویزو او نورو اسانتیاوو برابرولو، په تورخم او سپین بولدک د تګ راتګ پر مهال د خنډونو لمنځه وړلو او نورو برخو کې به عاجل اقدامات وکړي.
































