د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جولای په ۲۰مې نېټې په يوې خبري غونډې کې د اقليمي بدلون په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي او په خپلو خبرو کې يې د چين دولت رئيس شي جين پينګ يوې وينا ته اشاره کړې ده.
رئیس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د ايکولوژيکي او چاپيريال ساتنې ملي کنفرانس کې مهمه وينا کړې او د ايکولوژيکي او چاپېريال ساتنې د لا پياوړتيا او د ايکولوژيکي تمدن د ابادۍ د پياوړتيا لپاره يې لارښوونې او بنسټيز اصول بيان کړي دي.
ماو نينګ ويلي، چين به د ايکولوژيکي تمدن د ابادۍ پياوړتيا ته دوام ورکړي او له بېلا بېلو هېوادونو سره به یو ځای پاکه او ښکلې نړۍ جوړه کړي.
د مالوماتو له مخې، د امريکا د ولسمشر جو بايډن د اقليمي چارو ځانګړی استازی کيري د روانې مياشتې په ۱۹مې نېټې چين ته تللی او له چيني استازو سره يې ډېرې همغږې او ګټورې خبرې کړې دي.
امریکا او چین به په راتلونکو څو اوونیو کې نژدې همکارۍ وکړي او د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د کوپ ۲۸م (COP28) کنفرانس د مهمو خبرو اترو لپاره به چمتووالی ونیسي.
ماو نينګ اقليمي بدلون نړيواله ننګونه بللې او په وينا یې دا مسئله د ټولو هېوادونو ګډو هڅو ته اړتيا لري.
































