د بدخشان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کوکچې سیند کې دوه زدهکوونکي د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي. د بدخشان د پولیسو مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوو زدهکوونکو په ګډون درې کسان پرون د کوکچې سیند کې اوبو ډوب کړي وو چې دوه یې مړه شوي دي. په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې یو کس سیمه کې د خلکو له لوري ژغورل شوی دی. د بدخشان د امنیې قومنداني ویاند ویلي چې د یوه زدهکوونکي جسد تراوسه نه دی موندل شوی او د پیدا کېدو هڅې یې روانې دي.
































