په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي مرستیال استازي ګنګ شوانګ د جولای په ۲۱مه د اوکراین د بشردوستۍ مسئلې په اړه د امنیت شورا په یوه غونډه کې وویل، چین تمه لري، چې د روسیې او اوکراین د غلودانو او کیمیاوي سرو صادرات ژر اعاده شي.

ګنګ شوانګ وویل، د تور سمندر له لارې د زراعتي موادو د لېږلو تړون او له روسیې څخه د غلودانو او کیمیاوي سرو د صادراتو په اړه د تفاهم یادښت، چې په ټوله نړۍ کې د غلودانو عرضې د تضمین او د غلودانو بازار د ثابت ساتلو لپاره ستر ارزښت لري، باید په پوره او جدي ډول تطبیق شي. ده زیاته کړه، چې چین تمه لري اړوندې خواوې د غلودانو د امنیت ساتلو په تېره بیا په پرمختیايي هېوادونو کې د غلودانو بحران د ارامولو لپاره د ملګرو ملتونو له ارګانونو سره په ګډه کوښښونه وکړي او د ښکېلو خواوو د پاملرنې وړ موضوعاتو د متوازن حل او د روسیې او اوکراین د غلودانو او کیمیاوي سرو صادراتو د ژر اعادې په موخه هڅې وکړي. (هیله)































