په م م کې د چين د دايمي استازي مرستيال دای بينګ د جولای په ۲۱مه وويل، چې نړيواله ټولنه بايد د افريقايي هېوادونو د واقعي حالاتو او ځانګړو اړتياوو په اړه ژور درک ولري او د افريقايي هېوادونو لخوا په خپلواکه توګه د ټاکل شوې پرمختيايي لارې او پرمختيايي موډل پر بنسټ دې لا زياتې هدفي مرستې برابرې کړي.
دای بينګ په همدې ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د افريقا د پرمختګ په اړه د څو اړخيزو خبرو اترو په غونډه کې وويل، پرمختللي هېوادونه بايد د پانګونې، ټېکنالوژۍ او د توان د لوړولو په برخو کې له افريقايي هېوادونو سره مرستې زياتې کړي او نړيوال پولي سازمانونه بايد افريقايي هېوادونو ته زياتې پانګې ورکړي.
هغه زیاته کړه، چې دا اړینه ده چې له افريقايي هېوادونو سره د ځوانانو د ښوونې او روزنې او مسلکي مهارتونو د روزنې د پياوړتيا، د افريقا د پرمختيايي اړتياوو له مخې د لا زياتو استعدادونو د روزلو او د افريقا د ځان د پرمختګ د توان لوړولو لپاره مرسته وکړي.
دای بينګ وويل، چين پر نړيوالې ټولنې غږ کوي، چې د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ مفکوره وساتي او د افريقايي هېوادونو د پرمختګ او سمسورتيا لپاره په ګډه عملي او ځواکمن تدبيرونه ونيسي.































