د چین د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې د صنعتي چارو ادارې مرستیال هوه فو پنګ د جولای په ۲۱مه وویل، د سږ کال په لومړۍ نیمايي کې په چین کې د برېښنايي موټرو چارو لوی پرمختګ کړی او د دغو موټرو د استعمال زمینه هم مخ په ښه والي ده. د تېر جون تر پایه په ټول هېواد کې د برېښنايي موټرو د چارج لپاره څه باندې ۶.۶ میلیونه سامان الات جوړ شوي دي.

نوموړي وویل، په تېرو ۶ میاشتو کې د برېښنايي موټرو د پلورنې اندازه د موټرو په بازار کې ډېر د پاملرنې وړ وه، په عین وخت کې د برېښنايي موټرو صادراتي پیمانه هم مخ په لوړېدو ده. په دغه موده کې د چین ۵۳۴ زره برېښنايي موټرونه نورو هېوادونو او سیمو ته صادر شوي او د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۱.۶ چنده زیات شوي. په همدې وخت کې، د بټرۍ په شمول د حساسو پرزو صادرات هم د ګړندي زیاتوالي په حال کې دي. (هیله)































