د میدان وردګو ولايت په جغتو او سید آباد ولسوالیو کې تېره شپه د سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي. د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولینو، ویلي چې تېره شپه د میدان وردګو ولایت سید آباد او جغتو ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي، چې له امله یې لارې، استنادي دېوالونه، او سلګونه جریبه حاصلات هم له منځه وړي دي. د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د یاد ولایت په نرخ او جلرېز ولسوالیو کې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي وو.
































