د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۷ زره او ۴۲۲ ټنه انتقالات شوي دي. دغه ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره اوونۍ د حیرتانو بندر له لارې ۴۵ زره، ۸۳۸ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۲ زره، ۷۶۲ ټنه او دغه راز د تورغنډۍ بندر له لارې ۸ زره ۸۲۲ ټنه انتقالات شوي، چې په ټولیزه توګه ۶۷ زره او ۴۲۲ ټنه انتقالات کېږي. یادې ادارې زیاته کړې، چې هڅه کوي لا زیاتو انتقالاتو ته مناسبه زمینه برابره او سوداګرو ته اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.
































