د بوليوی ولسمشر لويس البېرتو ارسی کاتاکورا څو ورځې مخکې د بلژيک په پلازمېنه بروکسيل کې له سينهوا اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې ويلي چې هېواد يې هيله لري چې له چين سره د پرمختګ د ستراتيژيو پيوستون پياوړی کړي، په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ژورې کړي او د بوليوی او چين ترمنځ ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې لوړې کړي.
ارسي په بروکسيل کې د اروپايي ټولنې ـ کاربين سمندر او د لاتينې امریکا هېوادونو په سرمشريزه کې د ګډون په ترڅ کې دغه ځانګړې مرکه کړې. هغه زياته کړې، چې بوليوی او چين د بشري حقونو په چارو کې يو له بل څخه ملاتړ کوي او په نړیوالو او سیمه ييزو چارو کې ورته دريځونه لري.
هغه ويلي، چې هېواد يې له چين سره د يو کمربند او يوې لارې او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په برخه کې نژدې همکارۍ لري. دواړه هېوادونه په دې نظر دي، چې په بېلابېلو برخو کې نړیوالې همکارۍ او پرمختګ باید ټولو نړيوالو ته ګټې ورسوي.
ارسي ويلی، چې بوليوی او چين پرمختيايي هېوادونه دي، هېواد يې هم د اقتصاد د پرمختګ او د خلکو د ژوند د سويې د لوړوالی لپاره هڅه کوي. د ده په نظر، د بېوزلۍ د له منځه وړنې په برخه کې د چين تجربې د زده کړې وړ دي.































