د میدان وردګو ولایت په جلریز، چک، سیداباد ، نرخ او جغتو ولسوالیو کې تیره شپه د سختو بارانونو له امله سیلابونه راوتلي چی خلکوته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې د جلریز ولسوالۍ په تکانې سیمه کې ۱۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۰ تنه نور لادرکه دي. د پیښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست وايي، چې د مرستې په موخه یې ټیم سیمه ته رسیدلی دی. په یاده ولسوالۍ کې د کابل ـ بامیانو لویه لاره هم په څو ځایونو کې د موټرو پر مخ تړل شوې ده. همداشان د چک ولسوالۍ دکجیرخیلو کلي کې څلور کسه ژوبل شوي او ۱۵ کورونه زیانمن شوي چې زخمیان ولایتي روغتون ته لیږدول شوي دي. په یادو ولسوالیو کې سیمه یزې لارې، استنادي دیوالونه اوکرنیزې ځمکې او حاصلات زیانمن شوي دي.
































